IQNA

په هندوستان کې د کارناټک  صوبې  کې د حجاب ممنوعیت لغو شو

6:40 - May 18, 2026
د خبر لمبر: 3492790
ایکنا- د هندوستان  د کارناټک صوبائي  حکومت په رسمي ډول په تعلیمي مؤسسو کې د حجاب ممنوعیت لغوه کړ او دوه کلنه سیاسي او حقوقي شخړه چې د ۲۰۲۲ کال د بهارتیا جنتا ګوند(BJP) د مخکیني حکومت لخوا رامنځته شوې وه، پای ته ورسیده.

د ایکنا د راپور له مخې، د نوي دستورالعمل له مخې چې د  هند د  ملي اوسني کانګرس  ګوند(INC) لخوا صادر شوی، د زده کونکو  انجونو ته اجازت ورکوي چې په دولتي او شخصي ښوونځیو او کالجونو کې د روسری او د مختلفو دینونو نور مذهبي نښې واغوندي،  په دې شرط سره  چې دا کار د عام نظم ګډوډ نه کړي یا د یونیفورم اساسي پالیسي نه سرغړونه وکړي.

دغه پریکړه په کارناټک صوبې  کې د پام وړ سیاسي او ټولنیز بدلون ښئي او د اسلامي او حقوقي  ادارو  او تنظیمونو  لخوا په پراخه توګه ئې هرکلی شوی، چې دا ئې د عقیدې  آزادۍ او د انجونو د تعلیم د حق لپاره یوه بریا بللې ده، پرته له دې چې خپل مذهبي هویت پرېږدي.

تمه کیږي چې دا پریکړه د هندو ملي ګرايډي ډلې او غورځنګونو له خوا اعتراضونه رامنځته کړي چې د سیکولر یونیفورم د سختې پلي کولو غوښتنه کوي. دغه موضوع د کانګرس او بهارتیا جنتا ترمینځ د اقلیتونو د هویت او حقوقو په اړه د دوامداره سیاسي سیالۍ نښه ده.

د الأزهر د افراطیت ضد څارونکي باور لري چې د ممنوعیت لغو کول په مذهبي آزادۍ کې یو مهم ټکی دی او د مسلمانو زده کونکو لپاره د تعلیم نوي فرصتونه پرانیځي، چې خپل مذهبي عقاید یا فرهنګي هویت قربان نه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4352645

captcha